د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار – هرات د ۷۳۷ کیلومټره اوسپنیزې کرښې د تفصیلي ډیزاین کارونه پیل شول.

د یاد وزارت د خبر له مخې، د دغې پروژې چارې به تر راتلونکو اتو میاشتو بشپړې شي.

دغه راز په پرانیست غونډه کې د سرپرست حکومت مرکزي ویاند مولوي ذبيح الله مجاهد دغه پروژه له تجارتي او ټرانزیټي پلوه يو مهم اقتصادي ګام بللی او ویلي یې دي، چې د دغې بنسټیزې پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان له لارې ترکمنستان او ایران له پاکستان سره ونښلول شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version