د کابل ښاروالۍ وایي، د افغان حکومت د بریا د څلورمې کالیزې په ویاړ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، سوداګرو او خصوصي بنسټونو له لوري د لویې جرګې په تالار کې د کورنیو ظرفیتونو او تولیداتو د پېژندنې ۱۷م نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

د دې نندارتون موخه، د کورنيو تولیداتو معرفي کول، د پانګونې هڅول او د ملي صنعت پیاوړتیا ښودل شوې ده.

په دغه نندارتون کې، صنعتکارانو خپل محصولات د خوراکي توکو، ساختماني او لاسي صنایعو په سکتورونو کې د درېیو ورځو لپاره نندارې ته اېښي دي.

د اقتصادي چارو شنونکي دغه ډول نندراتونونه د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې لپاره مهم بولي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version