د پاکستان هېواد، د هغه چارې او سیاست د داسې یوې پېچلې او مبهم هویتي ادارې په واک کې دي، چې د لارې لوری یې نه دی معلوم، د سیاست، اقتصاد او اړیکو پولې نور ورته ټاکي، یو سیاسي رهبر کولی شي د ټول ملت د غوښتنو خلاف عمل وکړي، مګر مجبور ملت به په رڼو سترګو ورته ګوري، ځکه که مظاهره وکړي، وژل کېږي؛ که په جګړه لاس پورې کړي، باغي او ترهګر یې بولي؛ که د نظر اظهار وکړي، بیا د زندان د تورو پنجرو شاته اچول کېږي.

دا ځل د پاکستان ملت د عاصم منیر سیاستونو ته لاس تر زنې ناست دی، عاصم منیر په پټو او ښکاره لیدنو کې د پاکستان او متحده ایالاتو ګډه پروژه پلې کول په غاړه اخیستې؛ په دې توګه چې اور د افغانستان لوري ته ټېل وهل شي، ترڅو په پاکستان کې داخلي فشار کم او جګړه له پاکستان څخه افغانستان ته واړول شي. د دغه پروژې د تطبیق پر وړاندې د افغانستان د نوي حکومت دریځ، د ملت یووالي او د جګړې له ډګره د پاکستاني ملېشو تېښتې د یادې پروژې لومړنی پړاو له خنډونو سره مخ کړ او پاکستان له غیرې متوقع حالت سره مخ شو.

له دغه موقع څخه په استفاده یې د پروژې پټه اجنډا د خبرو مېز ته یووړه؛ دریم ګړو هېوادونو کوښښ کاوه چې د څو ورځو په جریان کې بل شوی اور مړ کړي، مګر دې حیران کړل چې پاکستانی پلاوی په خبرو، متقابل احترام او د موضوع په مطرح کولو نه پوهېده؛ خو اصلاً یې پلان دا و چې په پاکستان کې د ګډوډیو او بل شوي اور په اړه د نړۍوالو فکر د افغانستان خوا ته واړوي؛ مګر د جنګ په ډول د دې کار نتیجه برعکس شوه، نړۍوالو افغان لوری وستایه او پاکستان ته یې د ملامتیا ګوته ونیوله.

د پاکستان اداره لکه سېلاب اخیستی کس چې هر بوټي ته لاس اچوي، خو څه په لاس نه ورځي. پاکستان له بېلابېلو داخلي ننګونو سره مخ دی؛ اقتصادي ستونزې، امنیتي ننګونې، وسله‌والې ډلې او د سرحدي سیمو ترینګلی وضعیت. تر ټولو مهمه دا ده چې د داخلي جنګ فشار یې دومره زیات دی چې نور یې د زغملو تاب نه لري؛ دوی هر ځل کوښښ کوي چې د جنګ لوری واړوي، حتی د افغان حکومت مخالفین یې لمس کړل، غونډې او کنفرانسونه یې ورته دایر کړل، خو د خوشحالۍ ځای دا دی چې له پاکستان څخه هغوی ډېر له بحرانونو سره لاس او ګرېوان وو.

د پاکستان ملت نور په دې پوهېدلی چې د موجوده ادارې په شتون کې ملت غرقېږي، اقتصاد سقوط کوي، د حکومت قرضونه تر نوي زیږېدلي ماشوم پورې سرایت کوي او دا هېواد د یو نااهله رهبریت ښکار ګرځېدلی دی. د پاکستان غوندې هېواد ته نااهله رهبر تر ټولو زیاته د خطر وړ خبره ده؛ د پاکستان ټوله جغرافيه، اقتصاد او قوت له یو لړ ننګونو سره مخ دي، په دې برخو کې یوه معمولي لړزه لا هم کولی شي پاکستان محوه کړي.

لوی قوتونه بیا د پاکستان اټوم ته په کمین کې ناست دي، شپې او ورځې ورته شماري؛ د ځمکو وارثین به یې د جغرافیې مضمون له نصاب څخه وباسي؛ ټول ملت یې ډلې، ډلې د حکومت د نسکورولو سازشونه جوړوي؛ هېڅ یار او مددګار په ټوله نړۍ کې نه دی ور پاتې، له یوه همسایه سره سالمې اړیکې نه لري، باور دا دی چې دا اداره نوره فلج او محوه کېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version