د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیس ځواکونو د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ زندو سیمه کې ۱۰ میله امریکایي بریټا توپنګچې او ۱۰۰۰ فیره مرمۍ کشف او ضبط کړې دي.
وزارت زیاتوي، چې یاد مهمات او وسلې د قاچاقکوونکو له لوري له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدې.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، قاچاقکوونکي له سیمې تښتېدلي، خو د پولیسو له لوري یې د نیولو هڅې روانې دي.


