د افغانستان د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني، د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي، یرکین توکوموف سره کتلي.
کورنیو چارو وزارت وایي، دې کتنه کې توکوموف د افغانستان او قزاقستان تر منځ د دوهاړخیزې سوداګرۍ، پراخو اړیکو او د اورګاډي د پټلۍ په څېر مهمو اقتصادي پروژو د پلي کېدو ملاتړ څرګند کړی دی.
نوموړي همداراز د پولو د امنیت د پیاوړتیا، د مخدره موادو پر ضد مبارزې او د ترکمنستان له لارې د رېلپټلۍ د جوړولو په برخو کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
ورته مهال ښاغلي حقاني بیا له افغانستان سره د قزاقستان له همکارۍ مننه وکړه او د دواړو هېوادونو اړیکې یې ستایلې دي.
هغه ویلي، چې افغانستان د امن، سوداګرۍ او پرمختګ پر لور روان دی او له قزاقستانه د ښه نیت او سیمهییزې همکارۍ هیله لري.
