د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني ننګرهار ته د سفر پر مهال مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش له روان بهیر څخه لیدنه کړې او د دغه بهیر د تنظیم، پرمختګ او د خلکو د ستونزو د حل په اړه یې ارزونه کړې ده.
حیات حقاني د ننګرهار د کور او ښار جوړولو له رئیس قاري احمدالله زاهد سره د نمرو د وېش د بهیر، رامنځته شویو اسانتیاوو او د چارو د چټکتیا په اړه خبرې کړې دي. نوموړي لارښوونه کړې چې د مهاجرینو لپاره د نمرو وېش په منظم، شفاف او عادلانه ډول ترسره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د مهاجرینو لپاره د استوګنې مناسب چاپېریال برابرول د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او د استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو او د ځمکې او مسکن د اسانتیاوو برابرولو له لارې هڅه کېږي چې راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه برابره شي.


