امنیتي سرچینې هندوکش‌غږ ته وایي، چې نن ماښام ۶:۳۰ بجې د کونړ شلتن ولسوالۍ واړه سر سیمه کې د فرضي کرښې په امتداد د پاکستاني رژیم پر پوستو د افغان دفاعي ځواکونو له لوري بریدونه پیل شول.

د سرچینو په وینا، دغو بریدونو کې تر دې مهاله دوه پاکستاني عسکر په نښه او هلاک شوي دي.

د ویلو ده، چې دفاعي ځواکونو نن (سه شنبه) د کونړ دانګام ولسوالۍ کې هم د پوځي رژیم یوه پوسته په نښه او له‌منځه وړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version