د افغانستان عامي روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي نن (سې‌شنبه) کابل کې د چین له سفیر ژاوشېنک سره کتلي.

عامې روغتیا وزارت وایي، دې کتنه کې د الشفاء روغتون لپاره د تجهیزاتو برابرېدو، د سنتي طب برخه کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونو عملي کولو او په کندهار کې د میرویس سیمه‌ییز روغتون پراختیا او بیا رغونې چارو د څرنګوالي او پیل اړوند بحث او خبرې ترسره شوې دي.

ښاغلي جلالي د روغتیايي سېسټم پياوړتیا لپاره د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول اړین بللي او په همدې موخه یې د چین له سفیر څخه د میرویس سیمه‌ییز روغتون بیا رغونې او پراختیا چارو د پیل غوښتنه کړې.

له بل لوري کابل کې د چین سفیر ویلي، هڅه کوي د روغتیا وزارت سره د ګډې همغږۍ له لارې د میرویس سیمه‌ییز روغتون د بیا رغونې او پراختیا چارې پیل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version