وروسته له هغه چې د امریکا هېواد د ملي ګارد عسکر د رحمان‌الله لکڼوال له خوا (چې د پرځېدلي جمهوري رژیم پر مهال د «سي آی اې» روزل شوی کس و) تر برید لاندې راغلل او په پایله کې یې د ملي ګارد یو عسکر ووژل شو او بل ټپي شو، واشنګټن دغه هېواد ته د افغانانو د ورتګ د دوسیو، د بیا کتنې پروسه پیل کړه. په دې کې د هغه کسانو کتنې هم شاملې دي چې په افغانستان کې یې د اشغال پر مهال له امریکا سره همکاري کړې او د خپلو هېوادوالو په ځپلو یا وژلو کې ښکېل وو.

په امریکا کې د روانو څېړنو پر مهال څلور افغان کډوال له داعش سره په لاس لرلو تورن شوي، چې له جملې څخه یې یو تن جهان شاه صافی دی، نوموړی په دې وروستیو کې له داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی.

په همدې حال کې، د افغانستان د اوسني حکومت مخالفو جبهو په امریکا کې له رامنځته شوي وضعیت څخه په ګټې اخیستنې هڅه کړې چې افغانستان تور وښيي، په امریکا کې د وروستیو ناامنیو ریښه د افغانستان اوسني حکومت ته ورسوي او په دې توګه د لوېدیځو هېوادونو سیاسي او نظامي ملاتړ ترلاسه کړي. خو له دې امله چې د امریکا د ملي ګارد پر عسکر د ډزو عامل او له هغه وروسته نیول شوي کسان، په افغانستان کې پرځېدلي لاسپوڅي جمهوریت او امریکايي یرغلګرو ته د خدمت مخینه لري، امریکا دا قضیې (د خپلو غلامانو له تبلیغاتو سربېره) د افغانستان سره تړلې نه دي بللې او د مقاومت ډلو تشو خبرو ته یې هیڅ پام نه دی کړی.

د دغو ډلو پروپاګند ته د امریکا له خوا نه پاملرنه ښيي چې لوېدیځ نه یوازې د دغو ډلو د ملاتړ اراده نه لري، بلکې هغه باور او اعتماد یې هم له لاسه ورکړی چې پخوا یې په افغانستان کې پر خپلو جاسوسانو درلوده.

په همدې حال کې ویلای شو چې د هیلو هغه دیوالونه چې د امریکا غلامانو د امریکا په ملاتړ جوړ کړي وو، د دغه بادارنو له خوا د بې پامۍ له امله او همدارنګه له داعش سره د همکارۍ په تور، په همدغه ډلو پورې د تړلو کسانو په نیول کېدو سره ړنګ شوي دي.

د هغو کسانو نیول چې د افغانستان د اوسني حکومت له واک ته رسېدو وروسته یې امریکا ته پناه وړې وه، څرګندوي چې افغانستان نه یوازې د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی، بلکې هیڅ کومه نامسئوله ډله هم په دې هېواد کې ځای نه لري. هغه کسان چې هڅه یې کوله افغانستان بهرنیو بادارانو ته تور وښيي، تر څو د هېواد د ناامنۍ په بدل کې ملاتړ ترلاسه کړي، اوس دا ورته جوته شوې ده چې همدوی پخپله مخکې د داعش خدمتګاران وو.

دا دوسیې نه یوازې د افغانستان حقیقتونه روښانوي، بلکې د مقاومت د خیالي جبهو د ادعاوو او د امریکا د عملي سیاستونو ترمنځ ښکاره تضاد هم په ګوته کوي او دا ښيي چې د افغانستان له کړکېچونو څخه د سیاسي ګټې اخیستنې هڅه نور کار نه کوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version