د ملګرو ملتونو اړوند کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې د سوډان په شمال کې له الفاشر ښار څخه د کډه شویو کسانو شمېر تر یوه میلیون اوښتی دی.

د یاد سازمان په راپور کې ویل شوي، چې له الفاشر ښار او له «زمزم» کمپ څخه شاوخوا ۷۱۸ زره کسان (نږدې ۱۵۵ زره کورنۍ) کډه شوې دي.

همداراز د زمزم کمپ ۹۹ سلنه اوسېدونکي چې شمېر یې نږدې ۴۹۹ زره کسانو ته رسېږي، خپلې مېنې پريښي او ۲۶ بېلابېلو ځایونو ته یې پناه وړې ده.

د یادونې ده، چې سوډان له تېرو شاوخوا دوه کلونو راهیسې له کورنۍ جګړې او سختې قحطۍ سره مخامخ دی، چې له امله یې میلیونونه کسان اغېزمن شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version