‏د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې اوس مهال د غزې په جګړه ځپلې تړانګه کې لږ تر لږه ۱.۵ میلیونه فلسطینیان بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري.

یاد سازمان همداراز ویلي، چې غزه کې سلګونه زره کسان خپلو کورونو ته په داسې حال کې بېرته ستنېږي، چې کورونه یې په کنډوالو بدل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې، چې له اوربند سربېره هم غزې تړانګې د مرستو د لېږد بهیر ټکنی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version