د یمن حوثي وسله‌والو پوځي ویاند جنرال یحیی السریع ویلي، چې د پوځ توغندویي او ډرون واحدونو یې په اسرائیل (اشغال شوي فلسطین) کې څلور مهم اهداف په نښه کړي دي.

د السریع په خبره، د پوځ توغندویي واحد یې د «فلسطین-۲» بالسټیک توغندي پر مټ د اشغال شوي فلسطین په بیرالسبع سیمه کې یو «حساس او مهم» هدف ویشتلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د پوځ د ډرون الوتکو واحد یې بیا په درې جلا بریدونو کې د ایلات، عسقلان او الخضیره په سیمو کې درې نور مهم اهداف په نښه کړي دي.

ورته مهال رسنیو راپور ورکړی، چې د دغو بریدونو سره هم‌مهاله په ګڼو اسرائیلي ښارګوټو کې د خطر زنګونه کړنګېدلي او لسګونه زره صهیونیستان پټنځاینو ته تښتېدلي دي.

السریع په دغو بریدونو کې صهیونیستي اسرائیلو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو د غزې په ملاتړ یې پر صهیونیستي اسرائیلو د ورته بریدونو د دوام خبر ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version