د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، د صهیونیستي رژیم هوایي ځواکونو د یمن پر یو شمېر بندرونو درانه هوایي بریدونه کړي.

په دې بريدونو کې د يمن حديده، راس عيسی او صليف بندرونه په نښه شوي دي.

د لومړنیو شمېرو له‌مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه یوه یمني وګړي ژوند بایللی او نهه نور ټپیان شوي دي.

اخوا د یمن حوثیانو خبرداری ورکړی چې د صهیونیست رژیم دې عمل ته به سخت ځواب ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د یمن حوثیانو د غزې په ننګه د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د جګړې اعلان کړی او وخت ناوخت یې پر اهدافو توغندیز او ډرون بریدونه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version