د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې روزا اتنبایوا او مل پلاوي سره لیدلي دي.

له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د افغانستان په هکله د دوحې د درېیمې غونډې د لاسته‌راوړنو او له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې پر اړیکو خبرې وشوې.

د یوناما مشرې ویلي، د دوحې د وروستۍ ناستې د شوو پرېکړو پر بنسټ د افغانستان د خصوصي او بانکي سکتورونو د ملاتړ او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې د څرنگوالي په هکله د دوو جلا کمېټو پر جوړولو کار روان دی، څو د یادو برخو ستونزې پيدا او حللارې ورته ولټول شي.: «د افغانستان د خصوصي او بانکي سکتورونو او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د جوړېدونکو کمېټو د مديریت په برخه کې ځینو پرمختللو هېوادونو لېوالتیا ښودلې ده. په لوړه کچه د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ خبرې د اړیکو د رغېدو سبب کېدای شي،‌ همدا راز له اسلامي امارت سره اړیکې لرل د لوېدیځې ټولنې غوښتنه ده.»

نوموړې ویلي، د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې هم بشپړ امن حاکم دی. افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو مرستندویه ماموریت هڅه کوي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې کوچنیو پورونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

په خبرپاڼه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له قوله ویل شوي، د ملگرو ملتونو له لوري د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د شرایطو منل کېدل مهم گام وو او د دوحې په وروستۍ ناسته کې د افغانستان د ستونزو په اړه شوې پرېکړې ارزښتناکه وې.: «په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د اسلامي امارت له‌خوا د افغانانو گڼې ستونزې حل شوې دي. همدارنگه هڅې روانې دي، څو ولس ته مناسب خدمات وړاندې او د ژوند غوره شرایط ورته چمتو شي. اسلامي امارت رغنده او مثبتو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه اسلامي امارت له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version