له شک پرته د جمهوریت د فاسد نظام له نسکورېدو وروسته، ټولنیزې شبکې د تېر رژیم د پاتې شونو او منفورو څهرو لپاره یوازینی پناه ځای ګرځېدلی، دوی اوس هڅه کوي د دروغو او خیالي پېښو په اړه د آوازو خپرولو په مټ، دا وروستۍ لاره هم د یو آلې په توګه وکاروي.

همدا لامل دی چې وخت ناوخت د خلکو له احساساتو سره لوبې کوي، دروغجن تبلیغات خپروي او غواړي د سرپرست حکومت او مسؤلینو په بدنامولو سره خپله توره ماضي د ولس له حافظې څخه پاکه کړي.

په دې وروستیو کې د محمد امیر توسلي په نوم د یو افغان کډوال د ځان‌ سوځونې پېښه رسنیزه شوه. د سرپرست حکومت مخالفین ادعا کوي چې نوموړی د جمهوریت پر مهال د ملي اردو پیلوټ و، کله چې نوموړي له مشهد څخه د وتلو پاڼه ترلاسه کړه، له دې وېرې چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته به د سرپرست حکومت له‌ خوا محاکمه شي؛ ځان ته یې اور واچاوه.

دا خبر ډېر ژر د سرپرست حکومت د مخالفینو د تبلیغاتو یوه وسیله وګرځېده او په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې لاس پر لاس شو؛ مخالفینو هڅه وکړل د دې پېښې لامل له سرپرست حکومت څخه وېره وګڼي.

په همدې لړ کې حبیب الله حسام هم چې د جمهوریت د دورې یوه مشهوره بدنامه څهره او د دین په جامه کې د دین په خلاف ولاړ و، چوپ پاتې نه شو. هغه، چې پخوا یې د دین په نامه د دین پر ضد دریځ نیولی و، دا کار یې هم وستایه او ویې‌ ویل چې دې افغان پیلوټ د طالبانو تر واک لاندې ژوند څخه مرګ غوره وباله، ځکه خو یې خپل ژوند پای ته ورساوه.

خو اوس څو مهمې پوښتنې مطرح کېږي: آیا رښتیا محمد امیر توسلي د جمهوریت پر مهال پیلوټ و؟ آیا د سرپرست حکومت د وېرې له امله یې ځان سوځولی؟ او که افغانستان ته د جمهوریت د پیلوټانو بېرته راتګ په رښتیا هم مرګ ګڼل کېږي، لکه څنګه چې مخالفین ادعا کوي؟
په دې لیکنه کې به دې موضوعاتو ته کتنه وکړو.

تر ټولو لومړی دا چې د ایران له داخلي او خارجي رسنیو سره د توسلي د کورنۍ د غړو خبرې او هغه څه چې د حکومت مخالفینو خپاره کړي دي، د ځمکې او آسمان په اندازه توپیر لري. د بیلګې په توګه د توسلي کورنۍ ویلي چې نوموړی په ایران کې زېږېدلی و او په تېرو ۱۴ کلونو کې هم په ایران کې اوسېدلی دی.

ځکه خو دا ادعا چې نوموړی د جمهوریت پر مهال د اردو پیلوټ و، په بشپړه توګه ناسمه ده. که څه هم د کورنۍ یوه غړي یې دا ویلي چې هغه د پیلوټۍ مسلکي و، خو دا یې نه دي ویلي چې څه وخت او څو کاله په افغانستان کې پیلوټ و؛ یوه سرچینه ادعا کوي چې هغه د برهاني الدین رباني د واکمنۍ پر مهال د پیلوټ مرستیال و.

دا چې نوموړي د حکومت د وېرې له امله ځان سوځونه کړې که نه، د کورنۍ یوه غړي یې ویلي چې محمد امیر له کلونو راهیسې له رواني ستونزو او ژور خپګان سره مخ و. نو کېدای شي د هغه اصلي لامل همدا رواني فشارونه وي، نه دا چې ګواکې له ایران څخه د وتلو د امر له امله یې دا کار کړی.

خو که وغواړو پوه شو چې آیا د جمهوریت د پیلوټانو بېرته راستنېدل د دوی لپاره کوم ګواښ پېښوي او که نه، نو یو نظر باید هغو پیلوټانو ته وکړو چې په تېر کلونه کې بېرته خپل وطن ته راستانه شوي دي.

د بېلګې په توګه، د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د دلوې په ۱۷مه د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د پخواني حکومت پنځه تنه پیلوټان هېواد ته راستانه شوي دي. دوی نه یواځې دا چې له هیڅ ډول ځورونې سره نه دي مخ شوي، بلکې د سرپرست حکومت د مسؤلینو له لورې تود هرکلی هم ورته ویل شوی دی. دا څرګند ثبوت دی چې حکومت خپل هېواد ته له راستنېدونکو پیلوټانو سره نېک چلند کوي او هغوی ته د خدمت زمینه برابروي.

په پایله کې ویلای شو چې د تبلیغاتي سوژې او آلې په توګه د نامعلومو پېښو کارول او د خلکو له احساساتو سره لوبې، نه یواځې دا چې د مخالفینو په لاسونو د واقعیتونو تحریف دی، بلکې دا هم ښيي چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته دوی ته له دروغو، جعلي تبلیغاتو او رسنیزو آوازو پرته بل هېڅ ورپاتې نه دي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version