د اسماعیل خان او ایران ترمنځ پټې اړیکې:
افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې ډېر وختونه د سیمې، ګاونډیو او نړیوالو قدرتونو د سیالۍ ډګر ګرځېدلی دی. ګڼ شمېر هېوادونو کله نېغ په نېغه او او کله په پټه، د دې خاورې دننه د خپلو نامشروعو ګټو د خوندي کولو لپاره، ځینې کلیدي څهرې استخدام کړې او له دوی څخه یې په هېواد کې د اجیرانو په توګه کار اخیستی دی.
په هېواد کې د کمونستي رژیم له نسکورېدو وروسته، دغه بدنام جنګسالاران د بهرنیو قوتونو له لوري د ارزانه او کار وړ اجیرانو په توګه وکارول شول، دوی لوړ مقام او منصب ته د رسېدو لپاره له هېڅ ډول خیانت څخه ډډه ونه کړه.
د کمونستي رژیم له سقوط وروسته، د کورنیو جګړو پر مهال او آن د جمهوریت په کلونو کې، هغوی چې یوه ورځ یې د پردیو په وړاندې د جهاد او مقاومت شعارونه ورکول، هر یو یې په یوه لاره نه په یوه لار له بهرنیو منابعو سره تړلي وو.
د دوی له ډلې په شمال کې عبدالرشید دوستم، په مرکزي زون کې عبدالعلي مزاري او کریم خلیلي، په هزاره جاتو کې محمد محقق، په شمال ختیځ کې برهانالدین رباني او احمدشاه مسعود، د کابل په شاوخوا کې عبدالرب رسول سیاف او نور سیمه ییز قوماندانان، ټولو د بهرني ملاتړ له مخې فعالیت کاوه او ورسره تړلي وو.
دا تړاو یواځې تر نظامي مرستو پورې محدود نه و، بلکې مالي تمویل، تبلیغاتي امکانات، پناه ځایونه، نظامي روزنه او ان د نړیوالو نهادونو له لوري سیاسي فشارونه هم پکې شامل وو. دا ټول ملاتړ د لویو خیانتونو په بدل کې ترسره کېده.
په دې ډله کې اسماعیل خان چې د هرات پخوانی والي او له مخکښو جنګسالارانو څخه ګڼل کېده، یو له هغو څهرو څخه و چې له یوه بهرني لوري سره یې ښکاره اړیکې او تړاو درلودل.
د شوروي پر ضد د جهاد له وختونو نیولې تر کورنیو جګړو او آن د جمهوریت تر کلونو پورې، له ایران سره د اسماعیل خان اړیکې یو داسې ښکاره لړۍ وه چې د عقل د خاوندانو له سترګو نه پټېده.
کله چې د کمونستي رژیم له سقوط وروسته، اسماعیل خان په (۱۳۷۱ هـ ش) په هرات کې واک ته ورسېد، له ایران سره د اړیکو پراخول یې له خپلو کاري لومړیتوبونو څخه وګرځول.
بل لوري ته بیا د ایران له لوري د اسماعیل خان پراخ مالي او سیاسي ملاتړ د دې لامل شو چې اوږده موده په هرات او د افغانستان په لوېدیځ کې خپل واک ته دومره ډیر دوام ورکړي؛ ځکه د ایران لپاره د اسماعیل خان شتون د هغوی د مشروع او نامشروع ګټو د تضمین معنا درلوده.
همدا لامل و، چې کله به اسماعیل خان له جدي ګواښونو سره مخ شو او د ځان د ژغورنې بله لاره به یې پیدا نه کړه، خپل بادار (ایران) ته به یې پناه وړله.
د بیلګې په توګه:
- په (۱۳۷۴ هـ ش) کال کې، کله چې طالبان هرات ته ننوتل او ښار سقوط وکړ، اسماعیل خان ایران ته په تېښته مجبور شو.
- دوهم ځل په ۱۳۷۷ کال کې د طالبانو له بند څخه تر تېښتې وروسته، بیا ځلې ایران ته ولاړ.
- درېیم ځل په (۱۴۰۰ هـ ش) کال کې چې جمهوریت ړنګ شو او طالبان بیا هرات ته ننوتل، اسماعیل خان مجبور شو چې درېیم ځل بیا ایران ته پناه یوسي. ایران ته یې دا دوامداره تېښته، د ناورین په وخت ایران د اسماعیل د پناه ځای په توګه ښیي.
ددې لړۍ په راتلونکو برخو کې به د اسماعیل خان او د ایران د حکومت ترمنځ پټې اړیکې نورې هم وڅېړو او د ایران د ګټو لپاره، د نوموړي له کړو فعالیتونو به پرده پورته کړو. ان شاء الله
دوام لري…
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.