د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په درېیمه لواء کې د تخنیک امریت د مسلکي پرسونل په هڅو تېرو دریو میاشتو کې ۸۹ عرادې بیلابیل پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي.

د ملي دفاع وزارت په وینا، په دغو وسایطو کې ۳۴ عرادې هاموې ټانګونه، ۳۷ عرادې انټرنیشنل، ۴ عرادې امبولانس،۳ عرادې ټیلر، یو عراده لوډر بابکت، ۲ عرادې فورکلفت، یو عراده تانکر، ۲ عرادې کرینګ، ۳عرادې اطفایه موتر او ۲ عرادې ډمټرک شامل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version