د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ځواکونو د هرات له ادرسکن او ګذره ولسواليو څخه ۱۹ عرادې پوځي وسایط راټول کړي او د يادې قول اردو قرارګاه ته يې لېږدولي دي.

له یادې قول اردو په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په راټول شويو وسایطو کې اووه عرادې رېنجر، اووه عرادې هاموي ټانکونه، څلور عرادې امبولانسونه او يوه عراده انټرنېشنل موټر شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې راټول شوي وسایط تر دې وړاندې د غيرمسئولو اشخاصو سره او يا هم په ځينو نظامي مرکزونو کې په تخريب شوې او نيمه‌تخريب شوې بڼه موجود وو.

۲۰۷ الفاروق قول اردو ډاډ ورکړی، چې ياد وسایط به ترميم او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version