د کابل امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدران وايي، د فرزې ولسوالۍ پوليس ځواکونو دوه تنه مسلکي جعل کاران نیولي، چې د مؤسسو په نوم یې د کابل له اوسېدونکو موټرونه په فریب اجاره کول او وروسته یې پلورل.

سرچينې ويلي، د متضررینو د شکایتونو پر بنسټ، تر ۳۰ زیات موټرونه کشف شوي او مظنونینو پر خپل جرم اعتراف کړی.

ياده دې وي، چې پرون ورځ خوست کې هم هغه مسلکي جعلکاران نیول شوي و، چې د مؤسسو مرستو کې د نوم ليکلو په بدل کې به یې له خلکو پیسې اخيستې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version