ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند شوراب ښونیز او روزنيز مرکز څخه ۱۲۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې مياشتني نظامي، مسلکي او عقيدوي زده کړو وروسته نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې  فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د شوراب ښوونيز او روزنيز مرکز قوماندان مولوي احسان اللّٰه عبيده د وینا پر مهال له تازه فارغ شویو منسوبینو غوښتي چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او خپلو مسؤليتونو ته متوجه شي.

د یادونې ده، چې له شوراب ښونیز او روزنيز مرکز څخه اووه دورې منسوبين له نظامي، مسلکي او عقيدوي زده کړو فارغ او د ملي اسلامي اردو په لیکو کې د هېواد خدمت ته وړاندې شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version