د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د دویمي پلي منصوري لواء د دویم کنډک ځواکونو د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کې يو شمېر هېوادوال چې د سيلابونو په اوبو کې بند پاتي وو ژغورلي دي.

د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د يادو هېواد والو يوه عراده موټر هم چې د سيلابونو د راوتلو له امله په اوبو کې بند پاتې و، د یاد کنډک د ځواکونو له لوري له اوبو څخه رایستل شوي.

دیادونې وړ ده، چې له تېرې شپې راهیسې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې درانه ورښتونه پیل شوي، چې له امله یې په یو شمېر سیمو کې سیلابونه هم راوتي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version