د ننګرهار د رسنیو مرکز ویلي، چې تورخم کې د رامنځته شوې ستونزې حل او د لارې خلاصون په اړه ټاکل شوې چې نن له کابله یو لوړپوړی پلاوی دغې سیمې ته سفر وکړي.

د سرچينې په وينا یاد پلاوی به له پاکستاني لوري سره پر رامنځته شویو ستونزو او د تورخم دروازې په ژر تر ژره خلاصېدو خبرې وکړي.

د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت ویلي، چې پرون مازدیګر یې د ننګرهار مرستیال والي عزیزالله مصطفی په مشرۍ له پاکستاني لوري سره د تورخم دروازې د پرانیستلو په موخه ناسته کړې، چې بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

ياده دې وي چې تورخم دروازه درې ورځې وړاندې پاکستاني لوري د مسافرو او سوداګريزو موټرو پر مخ تړلې او تر اوسه یې د پرانيستلو کوم څرک نه دی شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version