د ۲۱۵ عزم قول اردو خبر ورکړی، چې د دغې قول اردو لومړۍ پلې بدري لواء د دافع هوا او خریطې نهمه روزنیزه دوره پای‌ته ورسېده.

د خبر له مخې، په دغه روزنیزه دوره کې چې یو میاشتنی مسلکي کورس و، ۵۵ تنه سرتېرو ګډون کړی و.

د ۲۱۵ عزم قول اردو ویلي، چې یاد روزنیز کورس د توپچي ثقیله ټولي د پرسونل د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه تنظیم شوی و.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت له تعلیمي مرکزونو زرګونه دفاعي ځواکونه د سپکو او درنو وسلو له مسلکي زده کړو فارغ شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version