د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د درېیمې پلې لواء د قرارګاه او اړوندو جزوتامونو له ۱۰۰ تنو منسوبینو څخه د موتر چلوني عملي ازموینه واخیستل شوه.

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو پر اېکس پاڼې راغلي، چې دغو منسوبینو ته دغه راز د ۱۵ ورځو په مخه د موټر چلونې په برخه کې عملي او نظري زده کړې هم ورکړل شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د دغې ازموینې بریالیو منسوبینو ته د موټر چلونې قانوني جوازونه ورکړل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version