ملي دفاع وزارت وایي، د دې وزارت د سیمه‌ییزو قطعاتو ۳۰ تنه ځوان منسوبین د ZU-23 دومیله دافع هوا دستګاه له مسلکي زده‌کړو فارغ شول.

د یاد وزارت په وینا، په همدې پار جوړو شویو مراسمو کې د دغه وزارت یو شمېر مسئولینو ګډون درلود.

مسؤلینو فارغ شویو دفاعي ځواکونو ته وینا کې ویلي، چې تاسو د اسلامي نظام مدافعین یاست او د دې خاورې ساتنه ستاسو بنسټیزه دنده ده.

د ZU-23 دافع هوا دستګاه، مهم دفاعي سېستم بلل کېږي، چې څه موده وړاندې د ملي دفاع وزارت له لوري کابل کې فعال شوی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version