د افغان حکومت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په یوه پیغام کې له چارواکو، سوداګرو او هېوادوالو غوښتي، چې د بېوزلو، طبیعي پېښو ځپلو او په ځانګړې توګه له کډوالۍ تازه راستنو شویو افغانانو لاسنیوی وکړي.

نوموړي له سوداګرو غوښتي، چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې نه کړي او مسوولین دې د نرخونو راټیټولو په موخه جدي څارنه وکړي.

هغه یو ځل بیا پر نړۍوالو غږ وکړ، چې د روژې په دغه مبارکه میاشت کې فلسطین هېر نه کړي او د غزې د اوسېدونکو ملاتړ دې وکړي.

د رییس الوزرا په وینا که څوک د غزې اوسېدونکو ته رښتینې هڅې نه کوي، هغه د اسراییلو جرمي شریکان دي.

بل لور ته يو شمېر هېوادوالو د افغان حکومت د رئيس الوزراء هر اړخيز پيغام د هرکلي ترڅنګ وايي، چې دا اړينه ده، چې د بې وزلو او غريبو لاسنيوی وشي.

ذبيح الله ناصح وايي، چې روژه د مغفرت، رحمت او له اور څخه د بچ کېدو مياشت ده؛ نو پکار ده، هر افغان د خپل وس مطابق د بل غريب او بې وزله افغان لاسنيوی وکړي.

یو بل تن هېوادوال محمد کريم بيا په هټيوالو او سوداګرو غږ کړی، چې د روژې مبارکې مياشتې په پار دې، خوراکي توکو په بيو کې کمښت راولي، نه دا چې د خوراکي او غير خوراکي لومړنيو توکو بيې لوړې کړي.

هغه زياته کړه: (( د تېرو کلونو په روژو کې په ښارونو کې د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې لوړې شوې وې، اوس هم وېره شته چې د خوراکي او غيرې خوراکي توکو بيې به لوړې شي، پکار ده، چې اړوندې ادارې نرخونه کنترول کړي، هټيوال او سوداګر هم بايد انصاف وکړي)

د افغان حکومت رئيس الوزراء هم په خپل پيغام کې، چې له ملي راډيو تلويزيون څخه نشر شو، مسولینو ته د نرخونو د کنترول په موخه پکې سپارښتنې کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version