د افغان حکومت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند په فلسطین کې د اسرائیلو د روانو ظلمونو په اړه ویلي، نړۍ د فلسطین مظلومو خلکو سره روان جنایتونه نه ویني؛ خو په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د جعلي ادعاوو په تکرارولو سره د اسلامي نظام د بدنامولو هڅې کوي.
د ارگ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ملا محمد احسن اخند دغه څرگندونې په ارگ کې یوې غونډې ته کړې دي.
نوموړي له ټولو دولتي مامورینو غوښتي، چې خپل ورسپارل شوي مسوولیتونه په سمه توگه تر سره کړي.:«په تېرو شلو کلونو کې مجاهدینو د اسلامي نظام لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې او ټول بايد د نظام د بقا او تقویت لپاره ورسپارل شوي مسوولیتونه په سمه توگه تر سره کړي.»
د خبرپاڼې له مخې، ملا محمد حسن اخند د چارو د ښه انسجام په موخه ټولو ته لارښوونه کړې، چې خپلو مسوولیتونو ته دې پام کوي.: «ټول باید له مراجعينو سره نېک چلند وکړي، پر وخت د هغوی کارونه تر سره او د خنډ او ځنډ لامل يې ونه گرځي.
په چارو کې له عدالت او احتیاط څخه کار واخلي او د بیت المال ساتنې ته دې جدي پاملرنه وکړي.»پر غزه د اسرائیلو د بمبارۍ راهیسې تر دې مهاله ۳۰ زره فلسطینیان وژل شوي او تر ۴۰ زرو ډېر ټپیان شوي دي.
غزه اوسمهال د نورو ستونزو ترڅنگ خلک یې له لوږې سره مخ دي او د غزې اوسېدونکي خلک له ډېرې مجبورې د څارویو پاتې شوني خوري.