ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویلي، چې راتلونکې می مياشت به د کازان فورم په څنډه کې د روسیې او افغانستان ترمنځ یوه لویه غونډه ترسره شي.

د ضمیر کابلوف په خبره، په دې غونډه کې به روسي پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اویرچوک په مشرۍ د سرپرست حکومت له لوړپوړي پلاوي سره خبرې وکړي.

نوموړي ویلي: «هغه څه چې په ډاډ سره ویل کېدای شي دا دي، چې د روسیې او افغانستان ترمنځ یوه لویه غونډه به د می میاشتې په نیمایي کې د کازان فورم په څنډه کې ترسره شي.»

دا غونډه تر هغې وروسته اعلانېږي چې روسیې د اسلامي امارت نوم په دغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له لېست څخه و اېسته.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version