
ایټالوي «لا ریپوبلیکا» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې تېره میاشت د ټونس له سواحلو اروپا ته د روانو ۲۹ کښتیو له ډلې ۲۷ کښتۍ د «هري» په نوم د سخت توپان پر مهال مدیترانې سمندر کې ډوبې شوې دي.
غیر دولتي بنسټونو اټکل کړی چې دغو کښتیو کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کډوال سپاره وو، چې نږدې ټولو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر دې وړاندې، د ایټالیا ساحلي ساتونکو تایید کړې وه، چې په اتو کښتیو کې سپاره ۳۸۰ کسان لادرکه شوي دي.

