د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، حماس اسلامي غورځنک به د صهیونیستي رژیم له لوري غزه کې د اوربند لپاره چمتو شوې طرحې ته ځواب ورنه کړي.

راپورونه وایي، حماس غورځنګ د منځګړو هېوادونو (مصر او قطر) له لوري په غزه کې د اوربند لپاره له چمتو شوې طرحې ملاتړ کوي.

د معلوماتو له مخې، د منځګړو هېوادونو له لوري چمتو شوې طرحه غزه کې یوه ۵۰ ورځني اوربند ته لاره هواروي چې په دغه موده کې به د پاتې بندیانو د تبادلې سربېره پر راتلونکو نورو مسایلو هم خبرې وشي.

د دې طرحې له مخې دغه موده کې به حماس د ۲۵۰۰ فلسطینيانو په بدل کې ۵ صهیونیستي بندیان خوشې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version