عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د لومړي ځل لپاره د ایران د ولسمشر مسعود پزشکيان او د انقلاب‌ګارډ (سپاه‌پاسداران) ترمنځ اختلافات رامنځته شوي دي.

د سپاه‌پاسداران مرستیال عزيز غضنفري د پزشکيان پر وروستیو څرګندونو سختې نیوکې کړې او هغه یې د ملي امنیت او بهرني سیاست په زیان بللې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې لوړپوړي چارواکي باید د خبرو پر مهال له لفظي تېروتنو ډډه وکړي.

غضنفري دا نیوکې د پزشکیان د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړې چې په هغه کې یې ویلي وو:« مذاکرات د ماتې یا تسلیمۍ په معنا نه دي.»

د ایران ولسمشر دا څرګندونې د تهران او واشنګټن ترمنځ د غیر مستقیمو اټومي خبرو اترو تر وروستي پړاو وړاندې کړې وې، هغه پړاو خبرې چې پر ایران د امریکا له برید سره بې‌برخلیکه پاتې شوې.

غضنفري همدا راز پزشکيان ته سپارښتنه کړې چې د تېروتنو مخنیوي لپاره له خپلو سلاکارانو سره لازم میکانیزمونه جوړ کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version