برهان‌الدین رباني؛ هغه څېره چې د کورنیو جګړو په سختو او داسې حالاتو کې چې لاسونه یې لا د بې‌ ګناه انسانانو په وینو سره وو، د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ یې ونیوله او ځان یې د دې ویجاړ هېواد رهبر وباله؛ هغه هېواد چې د همدې کسانو د خیانت او قدرت‌ طلبۍ له امله، له کنډوالو پرته، بل څه ترې پاتې نه وو.

رباني چې د کمونستي رژیم تر سقوط وروسته یې د واک د تندې خړوبولو او شخصي ګټو لپاره د کورنۍ جګړې اور بل کړ، د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې هم د اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅي حکومت تر سیوري لاندې، د افغانستان د سولې عالي شورا مشر شو؛ نوموړی هغه جنګ سالار و چې چې د خپلې تورې ماضي او بدنامو کارنامو د سپینولو هڅه یې کوله.

رباني او د کورنیو جګړو نورو ګډونوالو جنګ‌سالارانو په داسې حال کې ځانونه د ملت استازي بلل چې د تنظیمي او ګوندي اختلافاتو له امله یې هېواد د تباهۍ تر بریده ورساوه، خو په اصل کې یې د پردیو په دستور، افغانستان د خپلو شخصي ګټو قرباني کړ. دا یو داسې ماموریت و چې د بهرنیو بادارانو لکه آی‌ایسآی له لوري ورته سپارل کېده او دوی پلی کاوه.

که د دې کسانو شعارونو ته وکتل شي، په ظاهره یې د پاکستان له پخواني دښمن(هند) څخه هم بد کېدل او دا هېواد یې د هغو ټولو ستونزو لامل باله چې په حقیقت کې د دوی د خپلې نالایقۍ، فاسد مدیریت او قدرت‌ طلبه ذهنیت له امله رامنځ ته شوې وې.

د دې جنګ سالارانو په سیاستونو کې د پاکستان په ځانګړي ډول د آی‌ایسآی د پخواني مشر جنرال حمیدګل رول، یو راز نه بلکې یو ښکاره او مستند حقیقت دی چې د پاکستاني رسنیو له لوري هم په ځلونو افشاء شوی دی. د راولپېنډۍ مشهورې جنګ ورځپاڼې، د ۱۹۹۲م کال د جون په ۲۷مه لیکلي: «د افغانستان ولسمشر پروفیسور برهان‌الدین رباني، په اسلام‌اباد کې له جنرال حمیدګل سره د لیدنې پر مهال د هغه له خدمتونو ستاینه وکړه او غوښتنه یې ترې وکړه چې کابل ته ورشي او د اسلامي جمهوری دولت د سلاکار په توګه کار وکړي. جنرال حمیدګل له رباني څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې هېڅ ډول بدله به و نه مني.»

د فرنټیر پوسټ په نوم د بلې ورځ پاڼې راپور چې د (د اردو د بیا جوړېدو لپاره له جنرال حمیدګل څخه د رباني غوښتنه) تر سرلیک لاندې په ۱۳۷۱ هـ ش کې د سرطان په ۱۲مه(۳ جولای ۱۹۹۲ز) نېټه خپور شوی، په پاکستان د رباني په سیاسي او نظامي تکیه د تائید مهر وهي.

دا ورځپاڼه لیکي: «د پنجشنبې په شپه د جولای دویمه، بي بي سي راپور ورکړ چې د افغانستان ولسمشر برهان‌الدین رباني ویلي د آی‌ایس‌آی د پخواني نظامي مشر جنرال حمیدګل له خدمتونو به د افغانستان د اردو د بیا تنظیم لپاره استفاده وکړي.»

دغه مستند شواهد په ډاګه کوي چې د خپلواکۍ او ملي یووالي تږی او زخمي افغانستان، د پردیو د استخباراتي آزموینو او د داخلي خاینانو د مزدورانه قدرت‌ طلبۍ میدان وګرځېده.

له بهرنیو کړیو سره د جنګ‌سالارانو دې ښکاره او پټې وابستګۍ، نه یوازې د کورنیو جګړو اور مړ نکړ، بلکې د یوې آزادې او آرامې راتلونکې لپاره یې د ولس هغه وروستۍ هیلې هم میراتې کړې، چې د یوه باثباته، خپلواک او سوله‌يیز افغانستان لپاره یې درلودې. هغه راتلونکې چې د زرګونو بې‌ ګناه افغانانو د وینو په بیه د قدرت د سوداګرو بازیچه وګرځېده.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version