رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې قطري منځګړو د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ د اتو میاشتو جګړې د پای ته رسولو لپاره تهران ته د سولې نوې طرحه وړاندې کړې ده.
سرچينې ويلي، بله خوا بيا یوه لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي، چې دوحې یوازې د نه منلو وړ وړاندیزونه وړاندې کړي دي.
د خبرو له بهیر سره یوې باخبره سرچینې رویټرز ته ویلي، چې دغه طرحه د یکشنبې په ورځ وړاندې شوې او تمه ده چې تهران به د روانې اونۍ تر پایه خپل رسمي ځواب ورکړي.


