د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز وايي، د حکومتي ادارو د ویاندویانو ترمنځ یې د همغږۍ ناسته کړې، څو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د ښه تر سره کېدو په باب ورسره خبرې اترې وکړي.

د یاد مرکز رئیس نعیم‌الحق حقاني وايي، د حکومت ټول تمرکز د هېواد په ابادۍ، پرمختگ او اقتصادي پیاوړتیا دی او په دې برخه کې گڼې لاسته‌راوړنې هم لري.: «د افغانستان اسلامي امارت مسوولینو تر فتحې وروسته، خپل ټول تمرکز د هېواد پر ابادۍ، پرمختگ او اقتصادي پیاوړتیا ور ټول کړی دی او په دې برخه کې ښې لاسته‌راوړنې هم لري، په همدې اساس اړینه څو دغه لاسته‌راوړنې او پرمختگونه د یوه پروگرام له لارې له ولس او نړیوالو سره شریکې کړو.»

نوموړي ویلي، د دې ناستې موخه دا ده چې د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروگرام په ښه شکل تر سره شي او په دې برخه کې بشپړه همغږي او همکاري کول دي.: «څو له دې لارې وکولی شو چې دغه ستر پروگرام په ښه او منظم ډول تر سره کړو او د حکومتي ادارو لاسته‌راوړنو تر ولس او نړیوالو پورې ورسوو.»

د یاد مرکز د معلوماتو پر بنسټ د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پرگرام روانه میاشت پیلېږي، چې ټولې دولتي ادارې به د رسنیو پر وړاندې خپلې یو کلنې لاسته‌راوړنې تشرېح کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version