د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په روان ۱۴۰۳ کال کې د کابل، کندهار او بلخ د هوايي ډګرونو له لارې د افغانستان صادرات او واردات ۲۹۲ میلیونه ډالرو ته ورسېدل.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د هوايي دهلېزونو د ۲۹۲ میلیونه ډالرو د سوداګرۍ له ډلې څخه ۱۲۵ میلیون ډالر صادرات او ۱۶۷ میلیون ډالر واردات شوي دي.
د سرچينې په خبره، د افغانستان صادرات اتریش، اردن، هسپانیه، متحده عربي امارات، اندونیزیا، انګلستان، امريکا، سویلي افریقا، جرمني، چین، هند او نورو هېوادونو ته شوي، چې په کې وچې مېوې، زعفران، وچ او تازه انځر، عناب، تور جلغوزي، جامې او لاسي صنایع شامل وو او همداراز افغانستان د هوايي دهلیزونو له لارې مختلف درمل او برېښنایي وسایل وارد کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي هیله لري، چې د ټرانسپورت، ښه زېربنا او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي زیاتوالی به په راتلونکو کلونو کې د افغانستان صادرات لا زیات کړي.