د اسوشټيد پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا په جنوب ختیځو او مرکزي ایالتونو کې خونړي طوفان او بړبوکۍ تر دې دمه ۳۴ کسان مړه کړي او پر دې سربېره یې پراخ مالي زيانونه هم اړولي.
د سرچينې په وينا، دا سخت باران او سېلابونه په میزوري، آرکانزاس، مسیسیپي، الاباما، ټینیسي، اوهایو، انډیانا او کینټکي ایالتونو راغلي، چې تر ټولو ډېر ۱۲ کسان په ميزوري ايالت، ۶ په مسيسيپي او پاتې نور په پورته ياد شويو ايالتونو کې مړه شوي دي.
د يادونې وړ ده چې، طوفان همدا راز په ټيکساس او اوکلاهوما ايالتونو کې ځنګلي اورلګېدنه هم رامنځته کړې، چې د درې سوه شاوخوا کورونو د سوځېدو لامل شوې.
د امريکا ولسمشر ټرمپ بيا د بېړنۍ مرستو رسولو خبره کړې او دا طوفان یې په وروستيو څو کلونو کې ترټولو شديد او خطرناک طوفان بللی.