د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، روان ۱۴۰۴ کال په ټول هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې، چې دا د تېر کال په پرتله ۲ سلنه زیاتوالی ښیي.
ارقام ښيي چې روان کال د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې پر ۱۳۵ زره هکټاره ځمکه وریجې کرل شوې دي، چې د تېر کال په پرتله د وریجو د کښت ۴.۶ سلنه زیاتوالی ښیي.
د یادې ادارې د ارقامو له مخې کندوز ولایت تر ټولو زیات ۴۱ زره هکټاره او سرپل تر ټولو کم ۱۳۸ هکټاره د وریجو کښت درلود.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره زیاتوي، چې په روان کال کې د غذایي موادو، کرنیز تخم او ضایعاتو په ګډون په هېواد کې ۷۲۰ زره مټریک ټنه وریجو ته اړتیا ده.
