ملي دفاع وزارت وایي، په تېر یو کال کې د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د حمايه لوژستيکي کنډک اړوند ورکشاپونو کې د مسلکي او تخنیکي پرسونل له لوري د قول اردو قرارګاه او جزوتامونو اړوند ۲۰۱۰ عرادې بېلابېل نظامي وسایط او ۲۲۷ ميله سپکې او درنې وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
بل خوا، د یادې برخې منسوبین ډاډ ورکوي چې په دغه برخه کې به شپه او ورځ هلې ځلې ترسره کوي او د بیت المال اړوند وسايطو او وسلو ساتنې په موخه به خپلې هڅې ونه سپموي او لا به يې ګړندۍ کړي.