‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې امنیت شورا ته د خپلې وروستۍ وينا، د امنيت شورا له خوا د يوناما د ماموريت د تمديد، او په نيويارک او ويانا کې د خپلو ناستو په اړه معلومات وړاندې کړي.

نوموړې همداراز له مخدره موادو سره د مبارزې، خصوصي سکتور د پياوړتيا او د بانکدارۍ د ستونزو د هواري په اړه د ملګرو ملتونو پر هڅو هم خبرې کړي دي.

‏د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، مولوي امير خان متقي د یوناما له مشرې سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د سرپرست حکومت دريځ روښانه کړی او د سرپرست حکومت د نظر د رعايت په صورت کې يې د ملګرو ملتونو په ټولو نوښتونو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version