د روسیې بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلان کې امريکا ته خبرداری ورکړی، چې اسرائیلو سره مستقیمه نظامي مرسته يا حتی د دې کار د ترسره کولو لپاره دې فکر هم نه کوي، کنه پايلې به یې خطرناکې وي.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې د امریکا له‌خوا اسرائیلو ته هر ډول نظامي مرسته به په منځني ختیځ کې د بنسټیزې بې‌ثباتۍ لور ته یو ګام نږدې کېدل وي.

مسکو همداراز زیاته کړې، چې لا هم د ایران او اسرائیلو تر منځ د شخړې د سوله‌ییز او دیپلوماتیک حل لپاره فرصت شته او بايد استفاده ترې وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version