د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې مسکو چمتو دی د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ روان کړکېچ کې منځګړیتوب وکړي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې یاد وزارت زیاته کړې، لا هم وخت شته چې د ایران او صهیونیستي اسرائیلو ترمنځ شخړه له سوله‌ییزو او دیپلوماتیکو لارو هواره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران او صهیونیستي رژیم په پرله‌پسې شپږمه ورځ هم یو پر بل بریدونه وکړل.

د ویلو ده، چې تر دې وړاندې د سیمې او نړۍ ګڼو نورو هېوادونو هم د یادو هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب ته د چمتووالي خبرې کړي؛ خو لا هم په جګړه کې ښکېل دواړو لوري د دغې جګړې د پای‌ته رسېدو لپاره څه نه‌دی ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version