د روسیې بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې، پر وينزويلا د امريکا د نن سهار بريد په کلکو ټکو غندلی او د دې بريد د خطرناکو پايلو په اړه یې خبرداری ورکړی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي «نن سهار متحده ایالاتونو پر وینزویلا د وسله‌وال یرغل اقدام ترسره کړ. دا کار خورا د اندېښنې وړ دی او ناوړه پايلې به له ځانه سره ولري.»

روسیې همدا راز د لا زیات تاوتریخوالي د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې باید د خبرو اترو په لارو تمرکز وشي.

اعلامیه کې له وینزویلا څخه د روسیې په ملاتړ ټينګار شوی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د رابللو غوښتنه یې هم کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version