شرقي افریقا کې د القاعدې پوځي “حرکة الشباب” وياند شيخ علي محمود راغي ويلي، چې د اسرائيل له لوري د سومالي لېنډ په نوم سيمې په رسميت پېژندل يو خطرناک اقدام او د افريقايي مسلمانانو پر ضد ښکاره دسيسه ده.

نوموړي په پای کې له ټولو مسلمانانو، په ځانګړي ډول له علماوو غوښتي، چې د اسرائیل پر ضد څرګند دریځ ونیسي او اسلامي امت د یهودي دسیسو په اړه وپوهوي.

ياده دې وي، چې سومالي لېنډ د سوماليا هېواد څخه جلا شوی يو خپلسری حکومت دی، چې د اسرائیلو ملاتړ له ځانه سره لري او په رسميت پېژندل یې هم د اسرائيلي ګټو د تضمين لپاره شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version