بهرنيو چارو وزارت وايي، روسیې لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر او فوق العاده استازي مولوي ګل حسن حسن رسماً خپله دنده پیل کړه.
د سرچينې په خبره نوموړي د سفارت له ډیپلوماټانو او کارمندانو سره په دې ناسته کې څرګنده کړې، چې د ورسپارل شوې دندې له مخې به د سفارت چارې په بشپړه ژمنتیا مخ ته وړي.
بهرنیو چارو وزارت د روسیې له لوري د افغان سفیر منل اغېزمن ګام بللی او په وينا یې تمه لري چې له دې مهم ګام اخیستلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او بېلابېلو برخو کې اړېکي لا پراخې او پیاوړې شي.
ياده دې وي، چې څو ورځې وړاندې په ترکيه کې هم افغان سفير او فوق العاده استازي په خپل کار پيل وکړ.