رویټرز راپور ورکړی، چې د روسیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ ويلي، چې ځواکونو یې په توره بحیره کې د اوکراین دوه باروړونکې کښتۍ ویشتلې دي.
دغه وزارت ويلي، چې پر دې سربېره یې په چورنومورسک (Chornomorsk) بندر کې د تېلو په هغو زېرمو او تاسیساتو برید کړی چې د اوکراین وسلهوالو ځواکونو ته د اکمالاتو لپاره ځانګړي شوي وو.
روسیې همدارنګه د اوکرين یوه بله باروړونکې کښتۍ چې نظامي تجهیزات یې لېږدول، هم ویشتلې ده.
په داسې حال کې چې د المان لومړی وزير په يوه رسمي سفر اوکراين ته تللی، روسیې پر کېيف او نورو سيمو کې د اوکراين پر ضد پراخ بريدونه کړي.


