شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp رويټرز راپور ورکړی، چې روسیې او بیلاروس د «زاپاد-۲۰۲۵» تر نوم لاندې ستر دفاعي تمرین د سپټمبر له ۱۲مې تر ۱۶مې ترسره کړ، چې شاوخوا ۱۰۰ زره سرتېرو، بم غورځوونکو الوتکو او سمندري ځواکونو پکې ګډون درلوده. سرچينه وايي، د روسیې ولسمشر له دغو تمرینونو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې دا تمرین یوازې دفاعي موخې لري او د دواړو هېوادونو د حاکمیت د خونديتوب لپاره ترسره شو. له بل لوري بيا د روسیې دفاع وزارت هم ډاډ ورکړی، چې تمرینونه د نړیوالو اصولو له مخې ترسره کړي دي او چاته د ګواښ او خطر پېښولو په معنا نه دي.د پوځي چارو نړيوالو کارپوهانو بيا د روسیې او بلاروس دا اقدام د اوسني کړکیچن وضعیت په جریان کې ناټو ته مستقیم خبرداری او ګواښ بللی دی.ياده دې وي، چې څو ورځې وړاندې د روسیې بې پيلوټه الوتکې پر اوکراين د بريد پرمهال د ناټو غړي پولنډ هېواد هوايي حريم ته ننوتي او هغوی راغورځولې وې، چې دې کار د امريکا په ګډون د ناټو د غړو هېوادونو غوصه راپارولې وه.
امريکا پر اوکراین د ۲.۱ ميليارد ډالرو په ارزښت د پاټريوت دفاعي سيسټم د توغنديو پلور تاييد کړ31 اکتوبر 2026
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر ټرمپ ته د ایران پر ضد د بیا بریدونو پوځي طرحې وړاندې کړېانادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) مشر اډمیرال براډ کوپر د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ایران پر ضد د بیا پوځي بریدونو احتمالي طرحې او انتخابونه وړاندې کړي دي.انادولو خبري اژانس د والسټریټ ژورنال په حواله راپور ورکړی، چې په دې غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت، د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال ډان کېن او د کابینې ځینو نورو غړو هم ګډون درلود. دغه غونډه یوه ورځ وروسته له هغه شوې، چې پوځي چارواکو له مرستیال ولسمشر جي ډي ونس سره هم لیدلي وو.د راپور له مخې، د ټرمپ اداره د روان کال په لومړیو کې د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته پر ایران د یوه نوي پوځي کمپاین احتمال ارزوي. امریکا په وروستیو اوونیو کې منځني ختیځ ته خپلې هوايي دفاعي وړتیاوې، مهمات او نور پوځي تجهیزات زیات کړي او ځینې سرتېري یې له هغو اډو څخه لېږدولي چې د ایران د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو له ګواښ سره مخ دي.30 اکتوبر 2026