د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي کابل کې د دودیزې غېږنیونې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره کتلي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي متقي ویلي، چې د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړي له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې پر هېواد د افغان حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د دوديزو لوبو او ورزشونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
له بل لوري د هیوادونو ورزشي استازو د افغانانو د ښه مدیریت او د ښې غیږنیونې ستاینه کړې او په یاده برخه کې یې د همکارۍ او ګډ کار ژمنې ترسره کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د اوو هیوادونو ترمنځ د دودیزې غېږنیونې نړۍواله جشنواره د افغانستان په کوربتوب د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل شوه، چې۶۰ بهرنیو او ۱۰۰ داخلي لوبغاړو په کې ګډون کړی و.
