د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له یوې نړيوالې رسنۍ سره په خبرو کې کې ویلي چې، روسیې په یوه پراخه حمله کې د دې هېواد د انرژۍ د تاسیساتو پر لور ۱۲۰ توغندي او ۹۰ بېپيلوټه الوتکې توغولي دي.
زیلینسکي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې، روسیې پهدې بریدونو کې له ډولډول بېپيلوټه الوتکو، کروز توغندیو، بالسټیک توغندیو او ایرو بالسټیک توغندیو څخه کار اخیستی دی.
همداراز زیلینسکي د میکولایف په ښار کې د یوې بېپيلوټه الوتکې د برید په ترڅ کې د دوو تنو وژل کېدل او د شپږو نور کسانو ټپي کېدل تائید کړي دي.