امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ د دغه هېواد لویه څارنواله پام بونډي له خپلې دندې ګوښه کړې ده.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، بوندي د چهارشنبې په ماښام ټرمپ سره د لیدنې پر مهال د خپلې برطرفۍ خبر ترلاسه کړ.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز ته تائید کړه، چې دا پرېکړه د بانډي د کړنو پر وړاندې د نيوکو له زياتېدو وروسته شوې چې د اپسټین اسنادو د خپرېدو څرنګوالي مساله هم په‌کې شامله ده.

په ورته مهال ټرمپ ویلي، چې پام بونډي به تر دې وروسته له خصوصي سکټور سره خپلې اړیکې جاري ساتي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version