رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په امریکا کې د ایران او امریکا ترمنځ د روان تاوتریخوالي په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د رویټرز له خوا د امریکا په پنځو ایالتونو کې ترسره شوې نظرپوښتنه ښيي، چې ډېری امریکایان د جګړې د پراخېدو او اوږدېدو له امله وېرېدلي او غوسه دي.
د نظرپوښتنې ګډونوالو ویلي، چې د تېلو لوړیدونکې بیې او اقتصادي بې ثباتي یې هېواد د سقوط درشل ته رسولی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات بېپایلي شوي او امریکایي چارواکو پر ایران د بریدونو د پیل ګواښ کړی دی.
